صاحب شاه صابر
د وربلونو د ګلونو قیصې
زما په زړه د بهارونو قيصي
په خندنو سترګو کې وخندوه
د زلزلو د تندرونو قيصي
په ما راوروه ووروه
د محبت د شرابونو قیصې
اوس هم خوږي لګي خوږمنې لګي د
د هغه ورانو ګودرونو قیصی
راوېښوې مې د مودو دردونه
را يادوي مي د کلونو قيصي
په بوږنېدونکو اسوېلو کې پټې
د ترهېدلو نظرونو قیصې
زه د سپوږمۍ په رڼا وپیرمه
د درد په څړیکو د زخمونو قصي
زما د زړه د هر پرهر په ژبه
د تير سپرلي د ماښامونو قوصي
صابره هېرې کړه که هېرې دې شي
د تودې غېږې د خوبونو قصي