...

صاحب شاه صابر

ستا د قامت، ستا د وربله بلا

په ما پریوتې څو څو ځله بلا

مه! په خورو زلفو دي لاس مه وهه

را پاروې راپسې څله بلا

ستا د نظره هسې نه ویرېدم

مادې په سترگو کې لیدله بلا

ما مېخانې ته سهي نه بوتللي

ما دې د سره پاڅوله بلا

زه د حالاتوجبرشل نه کړمه

په ما پرېوتې ده څه بله بلا

که د جانان د سيوري لرې لاړم

خوځي مې نه د زړه د تله بلا

صابره! څوک د چا بلا څه کوي؟

د هر چا خپل غمونه، خپله بلا