...

صاحب شاه صابر

نور خوبونه نه وینم

نور غمونه نه کووم

نور پالونه نه ګورم

نور وهمونه نه کووم

 

هر څه دروغ وختل

یو خوب مې رښتیا نه شو

نور خوبونه نه وینم

 

نور په څه باور وکړم

څنګه دروغ ومنم؟

نوره د زړه نه اورم

نوره د زړه نه منم

 

نور لېونتوب نه کووم

نور خوبونه نه وینم

یو خوب مې رښتیا نه شو

 

نور به په خوبونو کې

مخ د اشنا نه وینم

بیا به په ګلونو کې

یار په خندا نه وینم

 

یو پرهر مې روغ نه شو

یو خوب مې رښتیا نه شو

نور خوبونه نه وینم

 

هر پرهر مې هغسې

څړيکې کوي اور کوي

خوږ ځیګر مې هغسې

سترګو ته پېغور کوي

 

ځان ته ملامته شوم

یو خوب مې رښتیا نه شو

نور خوبونه نه وینم