صاحب شاه صابر
هغه زړه چې شور و شر و
اور اخيستى سمندر و
غورځنګونه وو،سېلاب و
د نادره مستۍ تاب و
لړزېده به ،درزېده به
خوځېده به رپېده به
له که څړيکه په سينه کې
لکه پړق په اينه کې
هغه زړه داسې بې زړه شو
چې د مرګ په خوب اوده شو
نه څه ژاړي ، نه څه ستايي
نه څه غواړي ، نه څه وايي
لکه کاڼى په سينه کې
لکه داغ په اينه کې