صاحب شاه صابر
ظالمه ياره په ما زړه وسېزه
مخې له مه راځه چې نه دې وينم
زما د زړه
هغه زاړه زخمونه
تازه شي ويني شي چې ودې وينم
هغه چې خلکو به وې نه رغيږي
خبر يې يار؟ هغه سړی روغ شو
اوس ستا په نوم اوريدو نه بوږنيګیږي
په تا مين ستا ليونی روغ شو
څنګه صابر څومره هوښيار ومه زه
زه په هوښيارو سترګو نه تېروتم
دې حادثې ته فکر وړی يمه
په يو ساده نظر په څه تېروتم؟!