...

صاحب شاه صابر

په کابل مه وروئ

مه وروئ

نور د بارودو باران مه وروئ

کابل زموږ د سترګو تور دى

مه وروئ

کابل زموږ د سترګو تور دى

مه وروئ

نور د بارودو باران مه وروئ

په کابل مه وروئ

بمونه مه وروئ

په کابل مه وروئ

کابل په دې دنيا جنت دى

مه وروئ

زموږ ښايست، زموږ زينت دى

مه وروئ

اورونه مه وروئ

په کابل مه وروئ، مه وروئ

نور د بارودو باران مه وروئ

د کابل ټول ګلونه ستاسو

مه وروئ

د کابل واورې غرونه ستاسو

مه وروئ، مه وروئ

لېونو مه وروئ

په کابل مه وروئ

نور د بارودو باران مه وروئ

د کابل ټولې مينې ستاسو

مه وروئ

دا وجود ستاسو، وينې ستاسو

مه وروئ

راکټې مه وروئ

بمونه مه وروئ

په کابل مه وروئ

د کابل وينه پښتنه ده

هسې يې مه تويوئ

د کابل مينه پښتنه ده

هسې يې مه سپکوئ

مه کوئ، مه وروئ

په کابل مه وروئ

نور د بارودو باران مه وروئ

کابل که وران شو ټول به ورک شي

مه ورکوئ

ځانونه مه ورکوئ

ټول به په ټوله دنيا سپک شئ

مه سپکوئ

ځانونه مه سپکوئ

ځانونه مه ورکوئ

ځانونه مه ورکوئ

بمونه مه وروئ

راکټې مه وروئ

په کابل مه وروئ

نور د بارودو باران مه وروئ