...

صاحب شاه صابر

راشه چې وپېرو د زړونو پرهرونه اختر دی

بو بل له جوړ کړو د ګلونو امېلونه اختر دی

 

ځان سره ډېرې کیسې راوړه

په زړه را جمع ګیلې راوړه

راشه زمونږ کلي ته راشه

چې را تاودۀ کړو د یادونو محفلونه اختر دی

 

یاران که هر څو مرور وي

په اخترونو کې پخلا شي

خپګان که هر څو زورور وي

په اخترونو کې پخلا شي

راشه چې یو بل ته لوګی کړو نظرونه اختر دی

 

زمونږه مینې چې پخلا شي

خلک دې هرڅه هرڅه وایی

زمونږه زړونه چې صفا شي

خلک دې هرڅه هرڅه وایی

مونږ زنګوو د محبت خیالي ټالونه اختر دی