...

صاحب شاه صابر

زه په اختر کې د جانان کلي ته ځمه

زه د جانان کلي ته ځمه

په ځان د هغه کوڅو خاورې بادومه

زه د جانان کلي ته ځمه

 

د هغه کلي په کوڅو کې

ما محبت کړی دی

په دکانونو په حجرو کې

ما محبت کړی دی

هلته ورځم د محبت رنګونه وړمه ځمه

زه د جان کلي ته ځمه

 

هلته به هغسې ولاړ وي

خواږه خواږه بادونه

بې محبته به لتاړ وي

خواږه خواږه بادونه

زه د زړه څړیکې پرهرونه بلومه ځمه

زه د جانان کلي ته ځمه

 

یاران به ټول په انتظار وي

زما په طمع به وي

صابره ما ته به ایسار وي

زما په طمع به وي

زه د یارانو مینې نه کچه کومه ځمه

زه د جانان کلي ته ځمه