صاحب شاه صابر
په ګودر بل شو د رنګونو مشالونه
مازيګر دی، سپرلی دی
په اوبو جوړ شو د ګلونو تصويرونه
مازيګر دی، سپرلی دی
منګي دي پېغلې دي ګودر دی
داسې موسم داسې منظر دی
خاندي که ګل دی که پرهر دی
لوپټې الوزي که الوزي رنګونه
مازيګر دی، سپرلی دی
چرته د مینې ساز غږېږي
څوک د ګلونو نه تاوېږي
څوک د منګي سره ګدېږي
څوک د خندا په تار کې پیري پردي زړونه
مازيګر دی، سپرلی دی
سپرلی ګلونه دي وږمې دي
ښائست ارونه دي لمبي دي
مینه سندرې دي نغمې دي
څوک غږوي د محبت خواږه سازونه
مازيګر دی، سپرلی دی