...

صاحب شاه صابر

په زړه مې ښکې شول د یادونو بارانونه، جانانه

نه راځي خوبونه

بیا راتازه شو زاړه شوي پرهرونه، جانانه

نه راځي خوبونه جانانه

زاړه زخمونه مې تازه شو

هغه دردونه دوباره شو

څنګه اوده شم څنکه اوکړمه خوبونه، جانانه

نه راځي خوبونه جانانه

زړه مې نری نری خوږېږي

سترګې مې اور کوي سوزېږي

په پرهرونو کې رانغاړمه دردونه، جانانه

نه راځي خوبونه جانانه

اوس د خوبونه نه ویرېږم

ستورو ته ګورمه بوږبېږم

د زړه د درده یادووم تلي پيرونه جانانه

نه راځي خوبونه