صاحب شاه صابر
ستا د وعدو خبرې پټې ساتو
د پټېدو خبرې پټې ساتو
خپلې به څه وايو چې خپلې مو دي
مونږ د پردو خبرې پټې ساتو
د پر هرونو خولې ګنډلې ساتو
ستا د بڼو خبرې پټې ساتو
په تورو زلفو مو قسم خوړلې
د سپينو خولو خبرې پټې ساتو
د سپکو خولو د يرې ويرېدو
اوس د زړګو خبرې پټې ساتو
خلک زمونږ رنګونه وپېژني
مونږ که هر څو خبرې پټې ساتو
د واعظانو د فتنو يرېږو
د مېکدو خبرې پټې ساتو
د زړه د دړده خلک نه خبروو
د اسويلو خبرې پټې ساتو