...

صاحب شاه صابر

چې زما د پرهرونو مېلمانه دي

ستا یادونه که دردونه دي خواږه دي

زمونږ زړونه چې د بل رضا ته ګوري

په سینو کې که زمونږ یي زمونږ نه دي

هغه خلق د مئينو رهبران شول

چې د مینې د مسلکه خبر نه دي

په دې ښار کې به سړي سړي ته ګورې

د دې ښار بلا سړي، سړي خواړه دي

د یارانو خولې به څه باندې خوږې شي

که حالات هغسې زهر دي تراخه دي

لویو لویو حادثو ته مخامخ یم

ستا وړې وړې خبرې مې په زړه دي

چې په ښکلو پسې تلي هغه ورک دي

چې د ښکلو چا منلي هغه مړه دي

په ساده ساده کتو د سړي زړه وړي

دا واړه واړه پۍ مخي دير پاخه دي

د صابر غوندې بې سره لېوني له

د الفت په زنځیرونو تړل ښه دي