صاحب شاه صابر
یوه ناڅاپه حادثه د نظر
مینه یو تول یوه توله د نظر
ستا د بڼو د زور خو نه وه که نه
هر څو که ښه وه حوصله د نظر
زړه ته مې لږ د سترګو زور وښایه
پرهر له وروړه لمبه د نظر
ساقي په نورو نشو اور لګوه
په ما ختلې ده نشه د نظر
پرېږده چې وسوځمه اور واخلمه
نن به دې ګورم تماشه د نظر
نن مې د زړه په دنیا اور لګوي
نن یې بدله اراده د نظر
تا ورته هغه شپه بې لوظه ووې
صابره تا ته یې غصه د نظر