صاحب شاه صابر
د زړه غمونه سپکوومه ځمه
چرته په لپو لپو څښمه ځمه
په رڼو سترګو یې ایمان راوړمه
هغه پۍ مخي له ورځمه ځمه
د ریا خری پورې نه پرېږدمه
زړه په شرابو لمبوومه ځمه
ستا د بې سره سترګو اور اخیستي
خپل پرهرونه بلومه ځمه
د هغه ګل د محبت د غمه
په ازغو سترګې لګوومه ځمه
دلته د مینې دنیا نه جوړېږي
ځان د دې ښاره صبروومه ځمه
ستا په خورو زلفو کې ځائی نه شومه
د زړه ټوټې راټولوومه ځمه