صاحب شاه صابر
څومره خواږه دي څومره ښه ملګري
د محبت د ښار درانه ملګري
چې دغه لار د منزل ده او کنه
هسې بې ځايه نه شي مړه ملګري
یارانو دوی ته به څه صبر کوو
پرېږدئ چې پاتې شي بې زړه ملګري
ستورې سپوږمې لويه شپه لاراو صحرا
د مسافر زړه بلا څه ملګرې
ګل سپرلې تمه انتظار او ځوانې
ستا د وعدې په لاره تله ملګري
د ژوند په هر قدم په هره لمحه
د مينې خوږہ زه او ته ملګري
څومره په ګرانه وو راغونډ صابره
څه په اسانه شو خواره ملګري