...

صاحب شاه صابر

بې تا که هر څه وو خو هیڅ هم نه وو

دنیا که هر څه وه خو هیڅ هم نه وو

ستا خورې زلفې یې راټولې نه کړې

سودا که هر څه وه خو هیڅ هم نه وو

ستا د قامت د صلیب ویرېده

ګناه که هر څه وه خو هیڅ هم نه وو

د مینې ټکې پکې نه شو لوستی

رڼا که هر څه وه خو هیڅ نه وو

نه یې سپرلي کړه نه یې اور وکرو

وفا که هر څه وه خو هیڅ هم نه وو

ستا د ښکلا ګل پکې نه ټوکېده

صحرا که هر څه وه خو هیڅ هم نه وو

د خاموشۍ په ژبه نه پوهېده

ژړا که هر څه وه هيڅ هم نه وو