صاحب شاه صابر
تا نه لوګی نه شو سپېلنی نه شو
عقل دې سر وخوري لېونی نه شو
زړه د لویو لویو حادثو بلد
ستا د یو نظر د تماشې نه شو
ستا د انتظار پښتو نیولی زړه
ډېر که وینې وینې شو خو توې نه شو
هغه شپه مې ستا په غم کې ټول وجود
څړيکه وه که درد وو پېژندی نه شو
نه ګله که ستا د مخ رڼا نه وه
فکر مې اسمان ته رسېدی نه شو
دې سپرلي ته سنګه دعا وکړمه
یو ارمان مې هم پکې زلمی نه شو
ته ورته په سترګو کې مسکۍ خو شه
نه به وي صابر که درلوګی نه شو