صاحب شاه صابر
ستا د ښائست قصه دې بیا نوې شي
په ما دې بېرته لېونتوب راشي
زه د عمرونو شوګيرو ځپلی
څنګل سنګزنه کړه که خوب راشي
***
په غم کې ته یې په نغمه کې ته يې
ته چرته یې چې په نشه کې ته يې
اوس خو چې هر چرته یې هر سنګه یې
زما د زړه په ائينه کې ته یې
***
خلقو ته څه وایې چې څه شوي دي
زړه خو چې څه شوي دي ښه شوي دي
د محبت باران چې چرته شوی
هلته په کاڼو کې اوبه شوي دي