...

صاحب شاه صابر

نغمې نغمې، نشې نشې خبرې

ستا د خوږې کوکۍ، خوږې خبرې

په تمامي عمر کې نه ختمېږي

د محبت د یوې شپې خبرې

په خوله مې هغسې نیمګړې ګیلې

په زړه مې هغسې پرتې خبرې

زه به تر کومې سموم خبره؟

تا قسم کړی، ورانوې خبرې

زه به د زړه خبره څه وکړمه

ته چې په سترګو کې تلې خبرې

اوس نه ساقي شته، نه محفل، نه ډېوې

څه چې وې، ستا تر سره وې خبرې

قاصده، هسې کیسه مه اوږدوه

پۍ مخي نه کوي اوږدې خبرې

نن به دې غم نوی کوم صابره

دریادوم هغه زړې خبرې