صاحب شاه صابر
ما د خپل زړه تسلۍ له
د خپل ذهن اګاهۍ له
د دنیا بلا علمونه
د علمونو کتابونه
د نظر غېږې له راوړل
د پرهر غېږي له راوړل
خو زما چې څه پکار وو
خو زما چې څه پکار وو
په دې یو کتاب کې نه وو
په دې یو نصاب کې نه وو
تسلي مې چا و نه کړه
اګاهي مې چا ونکړه
چې د هر څه ناپوره شوه
چې د هیچا نه ونه شوه
د خپل خیال سره جدا شوم
د خپل زړه سره صلا شوم
یوه لاره مې بنا کړه
یوه لاره مې پناه کړه
دا اوږده لاره د شک ده
نیغه لاره د درک ده
شک که هر څو د زړه نول دی
خو بې شکه څه معقول دی
چې په شک شعور موندی شي