صاحب شاه صابر
که نغمې ټولې ګونګۍ شي
که سازونه زنځيري شي
د ګلونو بې وسي شي
تکلونه تېزندۍ شي
پرهرونه ټول اوده شي
ارمانونه ټول کاڼه شي
څړيکې څړيکې زړونه ښه شي
د دردونو ادې مړه شي
خو بيا هم چرته څۀ کېږي
خو بيا هم جهان بدلېږي
چرته ورپېږي پاڼه
چرته وخاندي ګلونه
چرته وغړېږي سترګې
چرته وخوزېږي غرونه