صاحب شاه صابر
د هغه ښکلي د
یادونو باران
په زړه مې ښکې شو د ګلونو باران
خدایه په دې مېخانه ووروې
د محبت د شرابونو باران
پرېږده چې پرېوځې د نفرت برجونه
راشه چې راشي د ګلونو باران
مه ځه چې نه ځي د سپرلي وریځې
خانده چې ښکې شي د رنګونو باران
څومره خواږه شو ستا د یاد بادونه
څومره خه لګي د زخمونو باران
په سږني ژمي سوکړه د دیدن
په سږني کال د غمونو باران
په پرهرونو کې ګلونه کرو
په زړونو غواړو د دردونو باران