صاحب شاه صابر
د ګل په رګ د پرهر خوله تړمه
د لېونۍ په وعده زړه تړمه
په څړیکو پېرم د پرهر ګلونه
د اسوېلو په تار یې نه تړمه
د زړه رګونو له تاوونه ورکړم
ستا د غم غرونه پکې وتړمه
له بلې هرې بلا ځان خلاصوم
په غاړه ستا د سر وېښته تړمه
له کوم کوم باده به دې زړه صبروم
سترګې په کوم کوم ځای کې
وتړمه
څه په کچه رنګونو تېر وتمه
څه په بې لوظه سترګو زړه تړمه
کمڅۍ یې وسپړده موسکۍ شوه وې ویل
نن به دې وژنم چې دې وتړمه
ستا د سودا مزی مې هم وشلوو
اوس به د ژوند ګرېوان په څه تړمه