صاحب شاه صابر
په قصد خورې زلفې په شا اړوي
هسې مې کفر ته اشنا اړوي
هره خبره مې تاله ترغه کړې
سترګې دې هر څه په خندا اړوي
ستا د خورو زلفو بلا واخلمه
په تورو غرونو مې بلا اړوي
د نفرتونو ګنهګار واعظان
مونږه د مينې له ګناه
اړوي
يا لېوني دي يا مې نه پېژني
څوک چې زما له لارې
ما اړوي
يوه نشه ده چې مې درد اړوي
يوه خندا مې د ژړا اړوي
سترګې مې
خامخا خوږې شي په چا
د چا په جنګ مې خامخا اړوي