صاحب شاه صابر
ګلونه پېژنم سپرلی پېژنم
د یار د کلي هر سړی پېژنم
هر مازيګر مې ستا په نوم لیکلی
هره ذره ستا د کوڅې پېژنم
ما پکې درنګ له لېونی وګڼه
زه د ګودر مازیګری پېژنم
په هغه سترګو کې څه داسې اثر
هم پرې تېر ووځم
هم یې ښې پېژنم
مه کړه په زلفو به دې اورولګي
د خپل زړه زور خپل اسوېلی پېژنم
په سپېلنو مې سترګې مه ترخوه
د محبت د ار لوګی پېژنم
په ما یې سل زر ازمېښتونه کړي
ما تیارې پېژنې، تیارې پېژنم
ډېرې خوږې دي خو خوږمنې نه دي
د دې بې
خوږو خلقو خولي پېژنم
له ما نه لرې به خوشحاله نه شي
زما صابر زه له نزدې
پېژنم