...

صاحب شاه صابر

زه دې زما به په رضا وتړلم

په خورو زلفو چې تا وتړلم

په ما بله مهرباني د ښکلو

چا لیونی کړمه چا وتړلم

د کلي خلکو خو په کاڼو ویشتم

ستا لیونی ومه تا وتړلم

چې خوځیدمه خلکو ولیدمه

چې پاڅیدمه دنیا وتړلم

نن دې په کومه ګنا ونیومه

نن دې په کومه خطا وتړلم

سترګو دې څنګه ښه په نښه کړمه

ځانته یی څنګه رسا وتړلم

هر دار ته خپلې خوږې مینی بوتلم

هر غم ته خپلې وفا وتړلم