صاحب شاه صابر
په زولنو پرهرونو
که د هر ګل
پهې ږدمه
که په هره میخانه یم
که له هره
جامه څکمه
که د هر ښکلي په غېږ کې
لکه سور ستار غږېږم
لکه مسته نغمه رپم
لکه نوی تار تڼېږم
که له هر
ازغي زارېږم
که د هر ګل خوا کې ناست يم
که د چا په بڼو خوږ یم
که د چا په
لېچو ملاست یم
خو د زړه سود مې په تا دی
د ارمان نظر مې ستا دی
د هر خیال خاطر مې ته یې
د هر خوب
سود مې په تا دی