صاحب شاه صابر
که د خوب لیده رښتیا وي
زما هر خوب دې دروغ شي
ما د تورې شپې په زلفو
څه بلا خوبونه ولیده
ما د دې دنیا د مخه
د دنیا خوبونه ولیده
خو په یو خوب کې ته نه وې
لکه هېڅ چې زما نه وې
ما په چغو چغو ووېل
که زما خوبونه دا وي
زما هر خوب دې دروغ شي
که د خوب لیده رښتیا وي
چې په کوم خوب کې تا وینم
هغه خوب دې ما ته راشي
که خوبونه رښتیا کېږي
هغه خوب دې په رښتیا شي