...

صاحب شاه صابر

کاواک کاواک اوتر اوتر ښکارم

ستا د رڼو سترګو نظر ښکارم

خبره اوس د پټولو نه ده

ستا په کوڅه کې لکه نمر ښکارم

خپلو همزولو ته په خپل کلې کې

ستاسو د کلې مسافر ښکارم

ستا د بڼو بلا وهلی یمه

ټوټې ټوټې پرهر پرهر ښکارم

ستا د قامت سیوری په سر ګرزووم

له بلې مینې لاس په سر ښکارم

ستا د نظر له جهالته توبه

زه ورته هغسې کافر ښکارم

په ژوند مې هغسې لښکرې کوي

مغل ته هغسې خېبر ښکارم