صاحب شاه صابر
یا به نظر یا به لېمه بلووم
مخ ته دې بله ډیوه نه بلووم
نن د ارمان په څلي شپه تېرووم
نن د یادونو شعمې ښه بلووم
ستا د خورو زلفو تارونه شمارم
د خپل وجود هره ذره بلووم
په هره لاره د چا پلونه څارم
په هر قدم د زړه ډیوه بلووم
د محبت د خاطر بله شمع
د میخانې
په دروازه بلووم
وریځې تورې شوې تیاره جوړه شوه
د جانان سترګو ته لېمه بلووم
باران ورېږي انتظار دی شپه ده
په ډيوه څه باور دی زړه بلووم