...

صاحب شاه صابر

دومره بې مخه بې نوا هم نه ووم

چې له ساقي سره اشنا هم نه ووم

ستا د خورو زلفو د زور به نه ووم

خو د حالاتو د خندا هم نه ووم

ستا د قامت د اصلیت سیوری خو و

داسې بې یاره بې اشنا هم نه ووم

چې ستا یو قهر به له کاره وېستم

داسې اسان داسې وړیا هم نه ووم

تا نه که بېل وم ستا په زړه کې وومه

تا نه جدا ووم خو جدا هم نه ووم

ستا په رڼو سترګو تېروتی وومه

خو داسې ښکاري چې خطا هم نه ووم

چې ستا د یاد ډیوه مې هم وژله

غم ته دې دومره وارخطا هم نه ووم