صاحب شاه صابر
د یار له مخه وېرېده، شرمېده
زړه مې پښتون و درزېده شرمېده
زما د زړه درزا یې وپېژنده
وړوکې نه و پوهېده شرمېده
نن یې له خپله
ظلمه کرکه وشوه
زما زخمونه یې کاته شرمېده
مخې لا راغی مخامخ ودرېده
نه اوړېده نه ستنېده شرمېده
اشنا د خپلې بې لوظۍ له وېرې
زما له سترګو
پټېده شرمېده
سترګو دې داسې اثري غوندې کړ
زړه مې له ځانه وېرېده شرمېده