صاحب شاه صابر
ما نه زما د زړه رضا اخلي
زما خوږمن له ما نه ساه
اخلي
هر څوک زما په زړه کې تا
لټوي
هر څوک زما له ژونده
تا اخلي
ستا په نوم ستا په محبت مې وژني
زما قاتل زما دعا اخلي
ارمان مي ځي چرته صحرا لټوي
لېونی کلی پرېږدي تا اخلي
دغه یوه مینه مې ټوله دنیا
دنیا ظالمه رانه دا اخلي
تا رانه ولې بېلوي وختونه
ازار مې ولې خامخا اخلي
د زړه له حاله
یې دنیا خبر وي
د ګل پرهر د ګل حیا اخلي
دلته خو دا هم غنیمت وګڼه
چې یاران سر خوزوي ساه اخلي
چرته چې څوک د مینې ذکر کوي
صابره نوم پکې زما اخلي