صاحب شاه صابر
د تنکۍ مینې تنکي زخمونه
په زړه مې بل دي سره انګارونه
د تنکۍ مینې خوږې خبرې
لکه غزلې لکه سندرې
کله اورونه کله ګلونه
په زړه مې بل دي سره انګارونه
په هر پرهر کې د لمبو شور دی
د هر یو زخم په خوله کې اور دی
نه مې ارام شته نه مې خوبونه
په زړه مې بل دي سره انګارونه
نه مې ارام شته نه ارام غواړم
څوک یادوومه ځان سره ژاړم
دغه مې ژوند دی دغه وختونه
په زړه مې بل دي سره
انګارونه
دغه مې ژوند دی دغسې یمه
په تصور کې راټولومه
د خورو زلفو خواره تارونه
په زړه مې بل دي سره انګارونه
د خورو زلفو په تار یې پېرم
یوازې ناست یم ځان سره شمېرم
د پرهر څړیکې د زړه زخمونه
په زړه مې بل دي سره انګارونه