صاحب شاه صابر
له یو بله خبر یو د یو بل په زړه پوهېږو
خو یو بل ته کتی نه شو
له یو
بله شرمېږو
په بل هنر په بله دعا خدای خبر که روغ شو
د مینې په اور سوي یو په مینه به رغېږو
رقیب سره به ګورو د رقیب خبره نه ده
په مینه کې د مینې له
یارانو نه ویرېږو
دنیا راته ولاړه وي دنیا راته پسخېږي
چې ځه او هغه ناست یو سره خپلو کې ګڼېږو
زمونږ د بېلېدو نظاره هم د تماشو وي
ودرېږو، روانېږو، ځو ودرېږو، روانېږو
د سترګو دا یوه نېکي دې ډېره ده، لوګی شم
پناه راکړې چې کله له
حالاتو نه پټېږو
صابر ته د توبې خبرې مه کوه ناصحه
په مینه کې پښتو کوو، که مرو که پاتې کېږو