صاحب شاه صابر
نور مې د سترګو خوږېدو څوک دي
له ما بغير ستا د بڼو څوک دي
ﺯما د ﺯړه په اور کې ﺯه دېره يم
په ما د ﺯړه د سوﺯېدو څوک دي
دلته کې هر سړي خپل
غم اخيستی
دلته د بل د غم د وړو څوک دي
ﺯمونږ د شپې شوګېرې هسې عادت
ګنې ﺯمونږه د راتلو څوک دي
لا خو دې نه کيږي باران د ميو
لا د نشې څوک دي د څښو څوک دي
د منزل نښې ته به څوک ورسې
په ګرانو غرونو د ختو څوک دي
صابره! مونږ له ژونده
څه خبر يو
مونږ ته د دې کتاب لوستو څوک دي