صاحب شاه صابر
رنګونه پېژنم رڼا پېژنم
محبت پېژنم ښکلا پېژنم
ته مې سودا ته مې دنیا د مینې
خپله سودا خپله دنیا پېژنم
ما ته د نور نصیحت څه ضرورت
زه مینه پېژنم، اشنا پېژنم
له خورو زلفو هسې نه بوږنېږم
بلا دې واخلمه بلا پېژنم
مه کوه مخ په پلو مه پټوه
ښه خو مې پېژنې چې تا پېژنم
دا دې دروغ ووې چې یاد مې نه وې
یه دروغژنه زه رشتیا پېژنم
غم خو مې دا دی چې ګناه نه کووم
غضب خو دا دی چې ګناه پېژنم