صاحب شاه صابر
هم ته او هم دې تلوسه رنګینه
ستا د نوم هره تماشه رنګینه
د حسن هره تماشه د لیدو
د مینې هره حادثه رنګینه
په هغو زلفو ماښامونه اباد
په هغو سترګو ميخانه
رنګينه
اوس په هغې کوڅه سپرلی څه کوي
هغه خو ستا تر سره وه رنګينه
په ما د مينې محفلونه اباد
په تا د ښار هره کوڅه رنګینه
چې په رنګینو تماشو واوړمه
ساقي راواړوه نشه رنګینه
ستا د خورو زلفو په لویه سودا
زما د عمر سلسله رنګینه
عقل په نوې تماشه اړووم
څښمه پرې ستا د خیال نشه رنګینه