صاحب شاه صابر
ګران دي په ګرانه لاره تله د شعور
خو بې خوارۍ نه شي خواړه د شعور
زما یارانو په ما زړه ما سېزئ
ما سره هغسې ډېر شته
د شعور
زه یې د ځان په معنی پوهه کړمه
ما سره بس دی دومره ښه د شعور
ما په هیڅ هسې یقین نه دی کړی
ما په شک وخواړه خواږه د شعور
د حیرانۍ خبره ده او که نه
په دې ازغنو لارو تله د شعور
ما په دې خاوره هسي زړه نه تړه
ما پکې څه نا څه لیده ده شعور
د نن په سترګو کې مستي د سبا
د ژوند د نن په مخ کې سره د شعور