صاحب شاه صابر
دلته امکان دی د
سپرلي د سحر
دلته استازي ځي راځي د سحر
خدای خبر
ته او سپرلي څه د يو بل؟
ستا لېوني شو لېوني د سحر
په هغو زلفو کې خوبونه ویده
په هغو سترګو کې مستي د سحر
د انتظار د شپې تمامه دنيا
شوګيرې سترګې اسوېلي د سحر
ستا د ښایست د
سپرلي ذکر کوي
څوک په دې لار ګلونه وړي د سحر
د شپې غمونه پکې نه پټيږي
د زړه غمونه
چې ورځي د سحر
نننۍ شپه يې له صابر
سره وه
خدايه!
چې څنګه به پاڅي د سحر