صاحب شاه صابر
د انتظار جذبه سړه ښه نه ده
د پرهر څړيکه مې ویده ښه
نه ده
د سبا ستوري ته څه و نه
وايې
ډېوه به
ووژنو ډېوه ښه
نه ده
د غرمو تاو ښه نه دى توره به شې
د غرمې مه راځه غرمه ښه نه ده
شونډې دې رپي چې خبرې کوې
قاصده ښکاري چې قصه ښه نه ده
واعظه مه کوه پښېمانه به شم
د ځوانۍ ورځې دي توبه ښه نه ده
د محبت لېوني چا وژلي
د اشنا هسې حوصله ښه نه ده
د تور اوربل توره، ما مه
وېروه
زه کله روغ ومه که شپه ښه نه ده
نن به دې زړه ځان سره وړي صابره
نن يې د سترگو اراده ښه نه ده