...

صاحب شاه صابر

د احتساب د سر نشه ماتووم

په تنده نه یم خو توبه ماتووم

انتظار د خاطر صبر تمام

سر د جانان په دروازه ماتووم

د مجبورۍ هره سودا خوروم

د بې وسۍ هره پنجره ماتووم

تا ته یې یو څه ما ته بل څه ووې

دا دروغژنه ائینه ماتوم

د محبت د ارمان هره تنده

ستا د قامت په تاتره ماتووم

وریځې راغلی میخانې ته ځمه

خدایه توبه می ده توبه ماتووم

ساقي په سترګو کې نشه راکوه

پیاله دې سر وخوري پیاله ماتووم