...

صاحب شاه صابر

په پرهرونو کې سپرلي ساتمه

ژوندي غمونه دې ژوندي ساتمه

زه بې پروا یم خو پروا مه کوه

د ګودر لاره به صحي ساتمه

ځان مې پرې اوسو تا پرې نه سېزمه

په زړه دننه اسوېلي ساتمه

ستا تر راتلو پورې به صبر کوم

ستا له وعدې سره یاري ساتمه

نور مې په دې کلي کې څه پاتي دي

هغه کوڅه هغه بتکي ساتمه

د ارمانونو د سپرلي په تمه

شپلونه څارمه، ازغي ساتمه

د محتسب له نیته ویرېدم

نور به په سترګو کې ساقي ساتمه