صاحب شاه صابر
د ژوند اهنګ د ژوند نغمه بدلوي
حالات بدليږی زمانه بدلوي
څوک چې په ژوند کې څه
بدلون غواړي
اول به خپله رويه بدلوي
هر څوک د
خپل ساقي له نومه ستړی
هر سړی خپله ميخانه بدلوي
اوس خو تيارې هم د
رڼا له وېرې
هره شپه نوې لوپټه
بدلوي
وخت چې بدل شي نظريه
نوې شي
ژوند چې بدليږي فلسفه
بدلوي
په يوه منډه بدليدونکې دنيا
د زندګۍ هره رشته بدلوي
مونږ لا په ځمکه د شپی ځاي نه مومو
خلک سپوږمې ته ځي نشه
بدلوي
جانان يې هغه انتظار يې هغه
صابر د مينې طريقه
بدلوي