صاحب شاه صابر
که غزل مى ورته ووې که رڼا مى ورته ووې
خپل ايمان مى ورته ووې خپله ساه مى ورته ووې
تورې سترګي په خندا شوه خورې زلفې په شا لاړه
چي بېګا مى
خواله راغله چي بېګا مى
ورته ووې
خپل نصيب ته فکر يوړم خپلې برخې ته
حيران شوم
چې اشنا
يې راته
ووې چې اشنا
مې ورته
ووې
اوس يو بل ته کتى نه شو اوس يو بل نه شرميږو
چي رښتيا يې راته
ووې چي رښتيا مې ورته
ووې
څه کچه شوه څه خفه شوه مخ يې واړوو غوصه شوه
چي وعده مې کړه
ورياده بې وفا مى
ورته ووې
د يوې لارې
پښتون يم په يوه ژبه پوهېږم
چي تپوس يې زما
وکړو د زړه غلا مې ورته
ووې
يار مغول و پښتون نه شو زه پښتون ووم مغول نه شوم
د دنيا يي راته ووې د دنيا مى ورته ووې