...

صاحب شاه صابر

څه ګلونه په شیشو کې، څه ګلونه د شیشو دي

ننني ښکلي مخونه ښایستونه د شیشو دي

ننني زخمونه څه دي، ننني دردونه څه دي

تصویرونه په شیشو کې، تصویرونه د شیشو دي

څوک له هر چا سره ژاړي څوک په هر چا پورې خاندي

د چا سترګې شوې د کاڼو، د چا زړونه د شیشو دي

نه ترې یو خوا څوک پټېږي نه ترې بل خوا پټېدای شي

د نيتونو دېوالونه، دېوالونه د شیشو دي

د جونګړو ډېوي هسي په جونګړو کې زړی شوې

د یارانو ارمانونه محفلونه د شیشو دي

خاموشی پکي دیره ده، ویراني پکې اوسیږي

که کورونه دي د خاورو که کورونه د شیشو دی

د دې ښار غوښې رګونه، د دې ښار خوږمنې سترګې

سړکونه د تارکولو دوکانونه د شیشو دي