...

صاحب شاه صابر

د رڼا او د رنګونو

د وږمو او د ګلونو

د نغمو او د سندرو

د خوږو خوږو خبرو

ټول خواږه دښمنان یو شو

لوې واړه قاتلان یو شو

د سندرو ار یې مړ کرو

د ارونو ښار یې اوسو

د ښائست بازار یې اوسو

د نغمو ساه یې خفه کړه

د احساس شمع یې مړه کړه

نمر یې پټ کړو په تیارو کښې

ګل یې ونغښت په اېرو کښې

سوز یې ویر ساز یې ژړا کړو

ژوند یې خاورې د صحرا کړو

د آدم رباب یې مات کړو

د درخو کور يې ميرات کړو

د شعور آئين یې خړ کړو

د احساس شعور یې مړ کړو

په خپل خیال یې ځان محکم کړو

خپل یو بل دښمن یې کم کړو

خو د دوي بده بلا ده

هره تېښته یې خطا ده

چې د ژوند سازونه نه مري

د احساس رنګونه نه مري

مینه نه مري ښکلا نه مري

نغمه نه مري رڼا نه مري

هغه دوي چې رنځولي

هغه دوي چې څوک وژلي

هغه هغسې ژوندي دي

ځه خبر یم په خبره

کله وینم په چترال کښې

کله اورم د خېبره

د خپل فکر درخو ستایي

د نغمو په ژبه وایي

زه ژوندی یمه زه نه مرم

زه خو ژوند یم زه به څه مرم

دښمانانو ته مې وایه

بدخواهانو ته مې وایه

چې لږ ار په زخم ږدمه

نو درتلونکی یم درځمه

دا خبره رڼوومه

دا خبره سپينوومه

چې مړه څوک دي ژوندي څوک دي

لېوان څوک دي سړي څوک دي

دې حساب ته به ځان نيسۍ

که څوک مرۍ که پاتي کېږۍ

بیا د هر چا لاس آزاد دي

بیا به ګورو چې څه کېږي