صاحب شاه صابر
د هغه کلي نه راغلی مېلمه
وایه د هغه کلي حال څنګه دی
چی څه بدلون پکی راغلی که نه
د خلکو فکر څنګه خیال څنګه دی؟
اوس هم د هغه ځای لیکوال شاعران
د افسرانو قصيدي وايي
اوس هم د هغه ځائی خانان ملکان
ځان درنوي خپلي درني وايي
اوس هم د هغه ځای غریب دله دی
په ټوك ډوډۍ پردۍ حجرې ساتي
په شاباسي باندې مرګونه کوي
شان د خانانو د شملې ساتي
مجرمان اوس هم سپین سپېځلي ګرځي
افسران اوس هم رشوتونه اخلي
سمګلران اوس هم د نوټونو په زور
د چا ایمان د چا سرونه اخلي
د هغه کلي نه راغلی مېلمه
وایه د هغه کلي حال څنګه دی
هلته کې اوس هم د عاشق زندګي
په غم لړلو اسوېلو کېږي
اوس هم د مينې د مئين زندګي
په فریادونو په زبيرګو کېږي
اوس هم د هغه ځای د ښکلو فرقه
د عشقه بود غواړي بهبود غواړي
د مئینانو نه څه بوده کوي
د محبت د سره سود غواړي
د هغه کلی نه راغلی ميلمه
وایه زما د لالي حال څنګه دی؟
چرته په لار کوڅه کې ښکاري که نه؟
څوک يې په ښه بده کې ستايي که نه؟
زما غزلې خو ترې هېرې نه دي
د خپل ښایست سندرې وايي که نه؟
رښتیا زما هغه ياران څنګه دي؟
د محبت په لاره سم دي که نه
د غیرت اور خو يې مړ شوی نه دی
په مینه هغسې محكم دي که نه
د هغه کلي نه راغلی ميلمه
وایه د هغه کلي حال څنګه دی
چې څه بدلون پکې راغلی که نه
زما خواري خو اوبو وړي نه ده
زما محنت څه ځای نیولی که نه
هغه تودې جذبې سړي خو نه دي
ما بلي کړې ډیوې مړې خو نه دي