...

صاحب شاه صابر

خپل پرهرونه کړل ډېوې خلکو

راځئ چې سترګې کړو خوږې خلکو

ورکې کړئ خپلې مجبورۍ ورکې کړئ

ماتې کړئ خپلې زولنې خلکو

ما ستاسو مینه ستاسو پت پاللي

ما دنیا پېژني په دې خلکو

ما د سندرو په تار وپېیلې

ستاسو د ژوند خوږې قیصې خلکو

زه د فتوو په دهند کې نه پټېدم

زما خبرې پېژندې خلکو

څه چې وم ستاسو له نظره وومه

څه چې مې وې ستاسو مې وې خلکو

مه کوئ ما او جانان مه بېلوئ

د یار د کلي له کوڅې خلکو