صاحب شاه صابر
چې ايمان مې په ښاېست دی چې یقین مې په سپرلي دی
د چمن غم زما غم دی که په ګل که په ازغي دى
د سپرلي تمه ګواه ده چې زما د پرهر فکر
د ازغو په څوکو اوسي د ګلونو ارماني دى
د دنيا بلا
غريب دی د دنیا بلا مفلس دی
که د دې
ښار محتسب دی که په دې ښار کې ساقي دی
څه ناشونې حادثه ده څه نادره الميه ده
زما ژبه د رندانو، اورېدونکی مي ولي دى
په ځان هغسې بې وسه، په زور هغسي غاوره
انسان هغسې نیمگړی انسان هغسې وحشي دى
که تا نه اورم کڼېږم که ځان نه وينم وركېږم
اتفاق مې مجبوري ده اختلاف مې فطرتي دى
د رڼا په تار تړلی د قامت په صليب زانګي
صابر هغسې سرکش دی صابر هغسې باغي دى